د لاسرسي ځای

تازه خبر

دټولوسیاسي ګوندونو کنفرانس بې مانا دی. بلوڅ ملتپال


ډاکټر مالک بلوڅ د نېشنل پارټۍ مشر
ډاکټر مالک بلوڅ د نېشنل پارټۍ مشر

خدای نور ناصر - کوټه

په داسي حال کې چې نن د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې دټولوسیاسي ګوندونو ګډ کنفرانس بلل شوی، بلوڅ ملت پال سیاسي ګوندونه وايي، داحتجاج په توګه به په کې ګډون ونه کړي.

سره له دې چې دبلوچستان نیشنل ګوندمینګل ډلي مشراو پخواني وزیراعلی سرداراخترمینګل وار له مخه په دې کنفرانس کې دنه ګډون اعلان کړی وو، دنیشنل ګوندمشرډاکټرعبدالمالک بلوڅ هم نن (زیارت ورځ) غرمه په کوټه کې له دې کنفرانس څخه دبایيکاټ اعلان وکړ.

دټول ګوندیزه کنفرانس په سلسله کې موږ ته دوې درې ورځې له مخه دعوت راکړل شوی وو. خو موږ څنګه په دې کنفرانس کې ګډون وکړو چې د روان حکومت له راتګ سره موږ له اولې ورځې ورته چیغې وهو، چې دخدای لپاره تاسو دبلوچستان په مسله دټولوسیاسي ګوندونوکنفرانس راوغواړئ.

دبلوڅ ملتپال ډاکټرمالک په وینابلوچستان له تیروڅوکلونوراهیسې په اور کې سوځیږي، خو روان حکومت يې هیڅ ږغ وانه ورېد. دبلوڅ ملتپال نیشنل ګوندمشرپه خبري غونډه کې وویل، د روان ټولوسیاسي ګوندونو کنفرانس به هیڅ نتیجه ونه لري. بیاهم ډاکټرمالک بلوڅ زیاته کړه؛

ځکه چې موږ پوهیږو، چې د روان ټولوسیاسي ګوندونو دکنفرانس به هیڅ نتیجه راوونه وځي. دامریکا او پاکستان سټیبلشمنټ ډیر سره نیژدې دي. هغه کله خفه وي او کله خوشاله. دهغوي ترمنځ کله اختلاف وي او کله اتفاق.

دجمعرات د ورځي په اې پي سي کې دبلوچستان نیشنل ګوندمشر او دبلوچستان پخواني وزیراعلی سردار اخترمینګل هم په دې کې د نه ګډون اعلان کړی وو. د یاد ګوند مرکزي ویاند اغاحسن مشال ته ددې لامل داسي یاد کړ... اغاحسن وویل؛

"تاسوته مالومه ده، په بلوچستان کې له تیرو څوکلونوراهېسي حالات خراب دي. زموږ دګوند د دوه درځنو زیات سیاستوال په هدفي وژنه کې ووژ ل شوو، تر دوه سوه زیات دبلوڅو خراب شوي مړي وموندل شوو، او نن هم په بلوچستان کې پوځي عملیات روان دي. دا هغه څه دي چې موږ په دې اې پي سي کې شرکت نه کوو

په دې برسیره چې بلوڅ ملتپالوپه اې پي سي کې د نه ګډون اعلان وکړ، بلکې یاد اې پي سي یا دټولوسیاسي ګوندونودا کنفرانس يې بې مانا وباله.
XS
SM
MD
LG