د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م د امنیت شورا د فلسطيني غړیتوب غوښتنه تمبولې


د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د ادارې مستقل غړیتوب په ترڅ کې د فلسطین د ریاست په اړه فیصله په شا تمبولې او د کتنې لپاره یې د ادارې یو ې ځانګړې کمیټۍ ته استول شوې.

د دې ځنډ مقصد دا دی چې د فلسطینیانو او اسراییلو تر مینځ نیغ په نیغه خبرو لپاره نړیوالو هڅو ته نور وخت ورکړل شي.

په دې سازمان کې د فلسطین د ډلې مشر غړي ریاض منصور نیویارک کې خبریالانو سره په خبرو کې د امنيتي کونسل د شورو و ورځې اقدام ستایلی او دا یې د فلسطینیانو د خپلواکه ریاست په لور یو ښه ګام په توګه یاد کړ.

د فلسطینیانو مشر محمود عباس د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د غړیتوب لپاره سپارښتنه لیږلې وه.

اوس به د ملګرو ملتونو ۱۵ کسیزه ځانګړې کمیټي ، په دې لړ کې د راروانې جمعې په ورځ د بحث کولو لپآره کښېني.

وړاندې امریکا ويلي چې د فلسطین د درخواست په لړ کې به د خپل ویټو حق استعمالوي.

امریکا او اسراییل د فلسطین د دې ګام مخالفت کوی او وایي یواځي د فلسطینیانو او اسرایلیانو تر مینځ د خبرو اترو سره د فلسطین ریاست جوړېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG