د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا حقاني شبکه ترهګره ګرځول غواړي.هیلري کلنټن


د شورو ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي د امریکا حکومت په پاکستان کې دېره حقاني شبکه د ترهه ګرو په فهرست کې د شاملولو په اړه رسمي وروستۍ پرېکړې ته نږدې شوي دي.

امریکا په پاکستان تور لګوي چې استخباراتي اداره آي ایس آي ېې د حقاني شبکې سره اړيکې لري. په ۱۳م سېپټېمبر په کابل کې د وسله وال برید لپاره هم امریکا دغه شبکه ذمه واره بولي او ویلي یې دي په دې برید کې ورسره د آی ایس آی لخوا مرسته شوې وه.

په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي دي چې د امریکا حکومت لا د وړاندې د حقاني شبکې مهم مشران تره ګر ګرځولي دي.

دغه ډله د ترهه ګرو په فهرست کې د شاملولو سره به که چېري ددغه ډلې شتمني په امریکا کې وي ، کنګل شي او امریکایان به له دوی سره د ملاتړ یا د ورکړې راکړې نه منع کړل شي.

پاکستاني مشرانو په دا ورستیو کې دا تورونو رد کړي ګیني د هیواد استخباراتي اداره آی ایس آی د حقاني ډلې ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG