د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دې اتمي پروګرام وتړي که نه بدې پایلې به وویني


په ملګرو ملتونوکې د فرانس سفیر خبردارې ورکړی که ایران خپل ایټمي پروګرام ته دوام ورکړي نو دپوځي کاروايي سره مخامخېدلای شي.

جرارډ اَراد دا څرګندونې د نهې په ورځ په نیویارک کې کړي.


په دې پوښتنه چې که ایران د خپل ایټمي پروګرام له مخه د ایټمي وسلې ترلاسه کولو مرحلې ته ورسیږي نو څه به وي؟ نوموړي وویل دهغه په فکر ځنې هیوادونه به دې منلو ته تیار نه وي او که ایران دخبرو اترو دلارې دایټمي پروګرام پرمختګ ودرولو ته تیار نشي نو پر ضد یې دسختو پوځي عملیاتو خطره شتون لري.

غربي نړۍ په بیا بیا په ایران تور لګولی چې د اېټمي وسلو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، په دې لړکې ایران د ملګرو ملتونو لخوا دبندیزونو د څلورو پړاونو سره هم مخامخ شوی دی.

خو ایران وايي دخپل ایټمي پروګرام په ذریعه وسله نه ایټمي توانايي ترلاسه کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG