د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: حقاني شبکه د ترهګرو په لیکه کې درول غواړو.


سراج الدین حقاني د اورپکې حقاني ډلې مشر
سراج الدین حقاني د اورپکې حقاني ډلې مشر
امريکا پر دې خبره غور کوي چي حقاني شبکه تر هغه وروسته د ترهګرو ډلو په کتار کي واچوي کله چي دغه شبکه په افغانستان کي په تازه خونړيو بريدونو کي تورنه وګرځول شول.

يو امريکايي چارواکي د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي چي د اوباما انتظاميه پر دې خبره غور کوي چي په افغانستان کی په اوسنيو بريدونو کي تورنه حقاني شبکه په نړيوالو ترهګرو ډلو کي اعلان کړي. د حقاني شبکې اووه مشران چي په پاکستان کي له خپلو پټن ځايونو عمليات کوي وار د مخه لا د امريکا د ۲۰۰۸م کال تر بنديزونو لاندي دي. حقاني شبکه د سي آی اې یوه پخواني کارکونکي جلال الدين حقاني جوړه کړه چي اوسمهال يې مشري د هغه زوی سراج الدين حقاني کوي.

امریکا وايي، باور لري چې په پاکستان کې د اورپکو خوندي پټن ځايونه د زياتي اندېښني وړ دي او د امريکا او پاکستان دواړو لپاره ډېر خطرناک دي. له همدې کبله موږ غواړه چي د دوی په ضد عمليات وشي.

د امريکا د ګډو ځواکونو مشر اېډمرل مايک مولن د زيارت په ورځ مخامخ د پاکستان پر استخباراتي اداره آی اېس آی تور ولګوی چي په کابل کي يې پر امريکايي سفارت خانه باندي د حقاني شبکې لخوا په تر سره شوي بريد کي لاس لري.

سنګين ځدراڼ، سراج الدين او بهاوالدين حقاني د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت لخوا ترهګر نومول شوي خو د خزانې وزارت بيا څلور نور مشران، نصيرالدين حقاني، خليل حقاني، احمد جان وزير او فضل ربي په نښه کړي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک ټونر خبريالانو ته ويلي چي د نړيوالو ترهګرو ډلو نومول تر غور لاندي دي.

امريکا له پاکستان څخه غوښتنه کړې چي په نا آرامه قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي عمليات پيل کړي چي د حقاني شبکې ګړ بلل کيږي.
ټونر زياته کړه،موږ باور لرو چي دا ډول خوندي پټن ځايونه د زياتي اندېښني وړ دي او د امريکا او پاکستان دواړو لپاره ډېر خطرناک دي. له همدې کبله موږ غواړه چي د دوی په ضد عمليات وشي.

وياند ومنل چي د پاکستان او امريکا اړيکي له سختو چيلنجونو سره مخ دي خو زياته يې کړه چي بيا هم دوی ژمن دي چي له اسلام آباد سره په ښه توګه کار وکړي.

د پاکستان او امريکا تر منځ تر ترينګلتيا رامنځ کېدو وروسته پاکستان هم تر خپله وسه هڅي پيل کړي چي د حل لار را وباسي. په همدې اړه د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د زيارت په ورځ د هيواد د ټولو ګوندونو ګډه غونډه را بللې ده او نوموړي د امريکا لخوا لګېدلي ټول تورونه رد کړل.

امريکا او پاکستان د لسګونو کلونو راهيسي ملګري هيوادونه دي چي په افغانستان کي د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوي خو د روان کال د مې له دوهمي نېټې راهيسي هغه وخت د دواړو هيوادونو اړيکي ترينګلي شول کله چي د القاعده مشر په پاکستان کي د امريکي ځواکونو لخوا ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG