د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې مالي بحرا ویره خوره کړېده.اوباما


د امريکا ولس مشر باراک اوباما
د امريکا ولس مشر باراک اوباما
د امريکا ولس مشر باراک اوباما ویلي دي په يورپ کې د قرضونود بحران له وجې نړۍ له اقتصادي ویرې سره مخامخ شوېده او د يورو کارونکې هيوادونه د پورونو د روان کړکېچ په زغرده هواري لپاره پوره هلې ځلې نه کوي.

د کليفورنيا د سېليکان وادۍ د دورې پر مهال د امريکا ولسمشر خپله وينا کې وویل، په نړۍ کې د ستونزو له کبله سږ کال اقتصاد ته لوی زيان رسېدلی دی. د عرب نړۍ د پاڅون له کبله دانرژۍ بییې لوړې شوي دي ، همدارنګ د يورپ او په خاصه توګه د يونيان د مالي حالت په اړه انديښني رامنځ ته شوي دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG