د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې مو ګڼ اورپکي له مینځه وړي.


په افغانستان کې ناټو ويلي دي د هغوي پوځونو په تيرو څلور مياشتو کې دافغانستان په مشرقي برخه کې د بيلابيلو عملياتو پرمهال څه باندې څلورنيم سوه وسله وال طالبان وژلي دي.

د نړيوال سوله ساتونکي ځواک ايساف لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي شا و خوا دري سوه وسله وال طالبان یې نیولي هم دي.

بيان زياتوي په دې وروستو دوه مياشتو کې پنځه لوي عمليات پر ډیورڼد کرښه پرتو نا ارامه ولايتونو خوست، پکتيا ، نوريستان پکتيکا او د کابل غرب اړخ ته په وردګ ولايت کې ترسره شويدي.

په دي سيمه کې د اورپکو لخوا په دې نږدو کې بريدونه زيات شوي دي ، په وردګ ولايت کې د اګست په مياشت کې د امريکا د ځانګړي ځواک يوه هيلي کاپټر راغورځول شوي وو، چې په کې د سمندري ځواک ديرش پوځيان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG