د لاسرسي ځای

تازه خبر

چکوال :د بس حادثه کې د ماشومانو په ګډون ۳۷ تنه مړه


د پاکستان د پنجاب صوبي په چکوال ضلع کې د يو سکول بس د اوښتو په پيښه کې د زده کونکو او استاذانو په ګډون شا وخوا ۳۷ کسان وژل شوي او ۵۶ ژوبل دي.

د فيصل اباد ډي او سي نسيم صادق د پاکستان له يو نجي ټيلیويژن سره په خبرو کې ويلي د سکول يو بس پرون د ګل ورځ ناوخته د کلر کهار سیمې څخه بیرته فيصل اباد ته په لاره وو چې بريک يې کار پرېښود او واوښتو.

په بس کې د طالب علمانو ، استاذانو او موټر چلونکو په ګډون څه باندي سل کسان سواره وو ، حادثه د زياتو سوارلو او تيز رفتارۍ لوجي رامخي ته شوي ده. د مړه شوو طالب علمانو په غم کې نن په ټول فصل اباد کې د ویر لمانځلو اعلان شوي، تعليمي ادارې او دفترونه بند دي.

پاکستان د نړۍ په هغه هيوادونو کې دی چې د خرابو سړکونو،او په بې پامۍ سره دګاډو چلولو له وجې تر ټولو زيات د ټريفک پيښې رامنځ ته کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG