د لاسرسي ځای

تازه خبر

آی اېس آی د حقاني ډلې مرسته نه کوي


د امریکا د ګډو پوځونو مشر ایډمیرل مایک مولن او د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۶ نېټه د ناټو سیویلي کنفرانس په څنګ خپلو کې خبرې کوي
د امریکا د ګډو پوځونو مشر ایډمیرل مایک مولن او د پاکستان لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۶ نېټه د ناټو سیویلي کنفرانس په څنګ خپلو کې خبرې کوي
د پاکستاني پوځ د کور کمانډارانو پرون په یکشنه له هغې وورسته غونډه وکړه چې امریکا د دې هیواد د پوځي استخباراتو اداره تورنه کړه چې په افغانستان کې یې پرامریکایي اهدافو په وروستیو حملو کې له سخت دریځو وسله والو سره مرسته کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهرعباس له غونډې وروسته وویل چې د هیواد د امنیتي حالاتو په اړه خبرې وشوې. هغه په دې اړه نور تفصيل نه دي ورکړي .

د پاکستان لوړرتبه چارواکو د پاکستان د آی اېس آی ادارې په اړه د واشنګټن پردغو ادعاوو چې ویلي یې دي په کابل کې د امریکاپرسفارت په تیرې حملې کې یې د حقاني له شبکې سره مرسته کړې، سخت ټکونه کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني دغه دعوې رد کړي او وایي، دا په افغانستان کې د امریکا د ګډې وډې ستراتیژۍ نښه ده.

په عین حال کې د امریکا د سينټ د پوځي خدماتو د کمیټې ډيمو کريټ غړي لیندسي ګراهام پرون د اتوار په ورځ وویل چې که د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره د ترهګرو ملاتړ ته دوام ورکړي، او له پاکستانه په افغانستان کې دیره امریکایي ځواکونو ته خطر ورڅېرمه وي وي نو امريکا دې د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره پرپوځي اقدام غوروکړي.
XS
SM
MD
LG