د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق خپل امنیت په خپله ساتلای شي


عراقي وزیر اعظم جلال طالباني ویلي د هېواد امنیتي ځواکونه یې تیار دي چې د امریکايي سرتېرو له وتلو سره د امنیت چارې په خپلو لاسو کې واخلي.

پرون د امریکا په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال طالباني وویل امنیتي ځواکونو یې زبات کړې ده چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او د امنیت د ټینګښت وړتیا لري.

د چار شنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو عمومي شورا ته د وینا پر مهال، امریکايي ولسمشر باراک اوباما ویلي ول، امریکايي سرتېري به د روان کال تر ډیسیمبره له ټاکل شوي مهال وېش سره سم له عراقه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG