د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبییا په سرت کې سخته نښته روانه ده


په لیبیا کې د لنډمهاله واکمنو پلوي ځواکونه د معمر قذافي پر پلارني ښار ً سرت ً د واک ټینګولو لپاره په جګړه بوخت دي.

رپوټونه وايي چې کله د قامي عبوري شورا ځواکونه د روم له سمندرګي سره پر غاړه پراته دې ښار ته ورننوتل نو پر دوی د نښه ویشتونکو له خوا ډزې وشوې.

نېټو وايي چې ځواکونو یې په دې ښار کې د وسلو د یو ډپو او الوتک ضد ټوپچیو په ګډون یو شمېر هدفونه په نښه کړي دي.

د قذافي یوه ویاند نېټو په دې تورنه کړې ده چې د سرت په ښار کې یې په سلګونه کسان وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د قامي عبوري شورا ځواکونو د دې ښار په ختیځ کې پر پنځوس کلومیټره لرې سټراټیجیکي دروازه قبضه کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG