د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا امریکا به د اسامه د عملیاتو په څېر نور وکړي؟


د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه امریکايي ولسمشر اوباما له نورو ملګرو سره د اسامه بن لادن د وژنې د عملیاتو پر مهال مالومات تر لاسه کوي.
د ۲۰۱۱ز کال د مې په دویمه امریکايي ولسمشر اوباما له نورو ملګرو سره د اسامه بن لادن د وژنې د عملیاتو پر مهال مالومات تر لاسه کوي.
ژباړه: بوریوال کاکړ، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رویټرز خبري اژانس د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو په اړه یو تفصیلي رپوټ خپور کړی دی.

رویټرز لیکي ، د دې دوو ملکونو ترمنځ اړیکي اوس مهال ګډوډې دي خو تر دې لا هم پسې خرابېدای شي. هغه ځکه چې امریکا پر پاکستان تور لګوي چې استخبارات یې له اورپکې حقاني ډلې سره اړیکي لري ، خو پاکستان وايي دا تورونه بې بنسټه دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي ، داسې ښکاري چې اوس د افغانستان په ختیځ کې د تاوتریخوالي تر شا مهم رول د حقاني شبکې دی چې د امریکايي چارواکو د پاکستان د جاسوسي ادارې ً آی ایس آی ً مرسته ورسره.

امریکا وايي چې پاکستان دي د حقاني له اورپکې ډلې سره اړیکي وشلوي او د هغوی پر ضد دي عملیات وکړي خو پاکستان بیا دا نه مني چې ګواکې دوی ورسره اړیکي لري. او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې که داسې تورونو دوام وکړ نو امریکا به یو ملګری له لاسه ورکړي.

خو د رویټرز خبري اژانس په لیکنه ، امریکا په اوسنیو حلاتو کې د دې جوګه نه ده چې د پاکستان په شان ایټمي وسله لرونکی ملک دي له ځانه لرې کړي.

د اغېز لوبه

رویټرز خبري اژانس زیاتوي امریکا په افغانستان کې د عسکرو په وړاندې د خطرونو د له منځه وړلو په لټه کې ده او پاکستان بیا غواړي چې د امریکا له وتلو وروسته هند په افغانستان کې اغېز ونه لري.

اژانس لیکي ، داسې ښکاري چې امریکا به د حقاني شبکې پر ضد د عملیاتو لپاره پر پاکستان په داسې ډول فشار اچولو ته دوام ورکړي لکه په تېره اونۍ کې چې هلري کلنټن پر پاکستاني پلاوي اچلولی وو. له پاکستانه سره به مرستو او هم دا ډول د اورپکو د په نښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته هم دوام ورکړي. او داسې نښې نشته چې ګواکې امریکا دي په دې تګلاره کې بدلون راولي.

رویټرز لیکي ، امریکا به پر پاکستان له دې کبله نیوکې زیاتې او پراخې کړي چې ګواکې دوی د حقاني شبکې پر ضد عملیات نه کوي. او دا ګام به د دې سبب شي چې د امریکا په کانګریس کې د پاکستان د مرستې مخالفین زیات کړي.

په پوځ کې نا کراري

د رویټرز په لیکنه د دې له امله به د پاکستان په پوځ کې ناکراري رامنځ ته شي او د پرمختګ د هغه پروژو کار به ورو شي چې د امریکا په مرسته پرمخ ځي او کېدای شي چې د پاکستان حکومت امریکایانو ته له وېزو ورکولو انکار وکړي او په ملک کې د امریکا روزنیز او اسخباراتي فعالیتونه محدود کړي.

رویټرز لیکي امریکا تر اوسه د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د القاعده شبکې مهم غړي په نښه کول او اوس به د حقاني شبکې لوړپوړي غړي هم په نښه کړي. دا به پاکستان پر غبرګون ښودلو مجبور کړي او ځینو چارواکو خو لا له وړاندې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پاکستان امریکا پر دې مجبوره کړې چې د بې پیلوټه الوتکو اډې دي له افغانستان ته یوسي د کوم په اړه چې فکر کیږي چې له پاکستان څخه پروازونه کوي.

رویټرز لیکي که چیري د حقاني شبکې لوړپوړي چارواکي په نښه کړل شو او یا ولسي خلک ووژل شو نو پاکستان د لنډ وخت لپاره هغه لارې تړلای شي او په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو لپاره سامان وړي او هم په ملک کې د امریکايي سفارت کارانو لپاره ژوند سختوالی شي.

د اسامه په څېر عملیات؟

رویټرز لیکي ، د اسامه بن لادن د وژلو لپاره له تر سره شوو بریالیو عملیاتو وروسته ښايي د داسې نورو عملیاتو په اړه بحث شوی وي خو دا تر اوسه نده څرګنده چې ایا د ولسمشر اوباما دارې په دې اړه فکر کړی وي او که نه.

د رویټرز په لیکنه که چیري داسې وشو نو پاکستان به کېدای شي چې په دې ملک کې موجود امریکايي وګړي او سفارتکاران وباسي او که یې چیرې له حقانې شبکې سره ريښتیا اړیکي وي نو به هغوی ته ووايي چې په افغانستان کې بریدونه زیات کړی.
XS
SM
MD
LG