د افغانستان د کندهار ولايت د استخباراتو اداره وايي چې د پاکستان له پولې سره نېږدې يې دوه کسان له ډېرو زياتو چاودېدونکو موادو سره نيولي دي.
د کندهار د استخباراتو آمر شيرشاه يوسفزی وايي دا کسان په سپين بولدک ولسوالۍ کې نيول شوي دي. د یوسفزي په وينا، د دې ولايت په ځينو نورو ولسواليو کې يې د طالبانو د يو قوماندان ترڅنګ ۱۸ مخالف وسله وال نيولي دي.