د نړۍ مشرانو په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني وژل وغندل.
رباني پرون په خپل کور کې یوه ځان وژونکي برید وواژه.
افغان پولیس څرګندوي چې چاودیدونکي مواد د ځان وژونکي په لونګۍ کې ځای پر ځای شوې وو.
له پیښې وروسته ولسمشر حامد کرزي د امریکا سفر د لنډولو اعلان وکړ او دا پیښه یی د م م د عمومي اسمبلې د غونډې په څنډه کې له ولسمشر بارک اوباما سره په ګډه وغندله .
د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون،د پاکستان ولسمشر، د دغه هیواد وزیراعظم. د فرانسې ولسمشر او د بریتانیا وزیراعظم د برهان الدین رباني وژنه وغندله
برهان الدین رباني چې شاوخوا اویا کاله عمر یې درلود له نولس سوه دوه نویمو تر نولس سوه شپږ نویمو کلونو پورې د افغانستان ولسمشر وو بیا طالبانو له واکه لرې کړ.
په پرونۍ چاودنه کې د افغانستان د ولسمشر جګپوړی سلاکار معصوم ستانکزی هم سخت ټپي شو. وسلوالو طالبانو د پیښې پړه نه ده منلې او بلی کومې مخالفې ډلې هم د پیښې پړه تراوسه نده منلې.خو ددغه ډول بریدونو تر شا تل د دوی لاس وي