د لاسرسي ځای

تازه خبر

استاد برهان الدین رباني په بمي چاودنه کې ووژل شو


استاد برهان الدین رباني
استاد برهان الدین رباني
د افغانستان پخوانۍ ولسمشر او د سولې اعلي شورا رییس برهان الدین رباني د خپل کور مخې ته په یوه درنه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

له پلازمېنې کابله راپورونه وايي چې له نوموړي سره ځینې نور لوړپوړي افغان چارواکي هم شامل وو خو د هغوی په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.او خپله د افغانستان حکومت هم په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

برهان الدین رباني په افغانستان کې د سولې د روان بهیر مشري کوله او په دې لړ کې یې د هیواد دننه د سولې لپاره ګڼې غونډې هم ترسره کړې.

د سولې اعلي شورا څخه په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو لپاره ډېرې هیلې کېدې.
XS
SM
MD
LG