د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټلي د مالي بحران له وجې له اې پلس څخه اې کچې ته راولوېده.


په نړۍ کې د درجه بندۍ ایجنسۍ ستینډرډ اينډ پوورز د اټلي د باور کچه يوه درجه یعني له اې پلس څخه اې ته را ټیټه کړې ده.

دا په داسې حال کې د يورو زون لپاره يو بل ګوزار دی چي وار له مخه د اروپايي ټولني د پورونو پر بحران د قابو موندلو هڅې کوي. ایجنسۍ په خپل يوه بيان کې ویلي کېدای شي د اټلي درجه نوره هم راکمه شي .

بيان زياتوي ستینډرډ اينډ پوورز باور لري چې اټلي د اقتصادي ودې کمزوری سباوون لري. بيان پر مخ وايي د روزګار کمه کچه، د ولسي خدمتونو نا اهله اداره او د مناسبه پانګه اچونې نشتوالي د اټلي د اقتصادي ودې مخه نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG