د لاسرسي ځای

تازه خبر

په م.م کې د فلسطین غړیتوب پر سر د راپورته کېدونکو ناندریو د مخنیوي هڅې


په نيويارک کي ډپلوماټان په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړيتوب پر سر د نړيوال ناندری د را پورته کيدو د مخنیوي لپاره غونډه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن ويلي ددې د هيواد ډپلوماټان د م .م د عمومي شوری کلنۍ غونډي ته راغلي د اسرایيل، فلسطين او نورو هيوادونو له استاذو سره په شديده ډپلوماټيکو خبرو اترو کي بوخت دي.

چارواکي وايې هيلري کلنټن د دوشنبې په ورځ د روس د بهرنيو چارو له وزير سرګی لاروف سره د هغه متفقه بيان د بحث کولو لپاره وليدل چی د اروپايې ټولني، م. م،امريکا او روسيه د سولي مرکچيان به يې جاري کوي.

رپورټونه وايي د فلسطيني ادارې ولسمشر محمود عباس د جمعې په ورځ په م.م کې د فلسطين د رسمي غړيتوب لپاره د درخواست جمع کولو تياری نيولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG