د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور : بمي چاودنې پنځه تنه وژلي او ۳۳ ژوبل


د ترهګرۍ په اکثرو پېښو کې واړه واړه ماشومان هم نښه کېږي چې له خپل مور پلار سره بازار ته په سیل وتلي وي.
د ترهګرۍ په اکثرو پېښو کې واړه واړه ماشومان هم نښه کېږي چې له خپل مور پلار سره بازار ته په سیل وتلي وي.
د خيبر پښتونخوا په سر ښار پيښور کي د ريموټ کنټرول يوې بمي چاودنې پنځه کسان وژلي او ۳۳ نور ژوبل دي.

پوليس وايي پيښه بيګا د پيښور نشتر اباد چوک سره نږدې د سي ډيانو د يوي پلازي مخې ته شوېده.

د پېښې په اړه د پيښور پوليسو يو مشر اعجاز احمد خان مشال ريډيو ته وويل، شاوخوا د نهه بجو وخت وو چې پر سړک ولاړ یوه موټر ساییکل کې له پټ شویو بارودي توکیو څخه چاودنه وشوه.

د پولیس مشر وايي،د سي ډیز دوکانونو د حفاظت لپاره دوی خاص پام ساتي او دلته راتلونکې هره ګاډۍ او موټر سایکل او خلک څاري.او دا ډېره اساسه علاقه وه.او موږ ددغه سیمې دوکاندارانو ته ویلي چې د خپل ځان د امنیت او د خپل چاپېرچل په ډېر خیال ساتی.


د دغه پېښې یوه عیني شاهید او ددغه ځای یو دوکاندار کامران له مشال ریډيو سره به خبرو کې وویل کله چې چاودنه وشوه نو شاوخوا لس منټه یې غوږونو کار نه کولی د دوکان ټولې ښیښې یې ماتې شوې دي .او د خدای ډېر لوی فضل ورباندې شوی چې روغ رمټ دی.

په دې پېښه کې شاوخوا دوکانونو ته ډېر لوی زیان رسېدلی دی.د نشتر آباد د دوکانونو د اتحادیې پخواني مشر لیاقت له مشال ریډيو سره په خبرو کې وويل ،دلته ۴۷ دوکانونه دي چې دده په خبرو ټولو ته نقصان رسېدلی دی.

یو بل دوکاندار وویل چې د هغه په جنرل سټور کې دده په خبره د پنځو کروړو روپو سامانونه وو چې له چاودنې ورته تر اندازې زیات تاوان رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور بمي چاودنې په کلکو ټکیو غندنه کړې ،د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسین له مشال ريډیو سره په خبرو کې وویل چې موږمخکې هم ویلي دي چې دا چاودنې به روانې وې،په لڼده موده کې یې د ختمیدو څرک نه ښکاري.او چې ترهګري او ترهګر خلک وي واقعات خو به خامخا کېږي.په دا تېرو څو ورځو کې په غټه پیمانه وشوې.هغوی جومات نه بخښي،هغوی جنازه نه بخښي،بازار نه بخښي،زموږ کار دا دی چې په لوړ همت په یوه غږ د دوی پر خلاف یو شو.تر څو چې موږ دا ترهګر نه وی ختم کړي ترهګري به روانه وي.

ياده دي وي چي په خيبرپښتونخوا کي په تير وختونو کي هم د اورپکو لخوا د سي ډي دوکانونه په نښه شوي دي . پرون سهار د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم د جرایمنو د تحقيقاتي څانګي يا د سي ای ډي يوه چارواکي په کور ځانمرګي بريد شوي وو چي په کي د شپږ پوليسو په ګډون اته کسان وژل شوي وو
XS
SM
MD
LG