د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په بني ولید او سرت کې سخته جګړه روانه ده.


په لیبیا کې د لنډ مهالي رژیم او د لرې کړل شوي مشر معمر قذافي د وفادارو تر منځ جګړه روانه ده.

هلته لنډ مهالي وزیر اعظم محمود جبریل ویلي د نوې کابینې د جوړولو لپاره خبرې روانې دي: (( نوی حکومت به هغه مهال اعلان کړل شي چې خبرې پای ته ورسي. او زه هیله من یم چې خبرې به ژر پای ته ورسوو.))

تمه وه چې جبریل د یکشنبې په ورځ کابینه اعلان کړې وای. د عبوري قامي شورا ملاتړیو ځواکونه، په عین حال کې، د بني ولید او سرت په ښار کې له مقاومت سره مخامخ دي.

د قذافي ضد جنګیالو څو ځلې هڅه کړې ده چې بني ولید ته ور ننوځي. سرت د معمر قذافي پلرنی ښار دی. د عبوري قامي شورا ځواکونو تېره میاشت پلازمېنه طرابلس نیولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG