د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بن غونډه کې باید ټولې ښکلېلې غاړي ونډه ولري


په جلال آباد کې د مدني ټولنې غونډه
په جلال آباد کې د مدني ټولنې غونډه


بازمحمد عابد جلال اباد

د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رياست په تالار کې د مدني ټولنو د يو والي شورا يوه غونډه په دې خاطر رابللې وه چې په افغانستان او سيمه کې د روان کرکيچ په وړاندې د مدني ټولنو دريځ روښانه کړي.

دې غونډې ته د ننګرهار ولايت يو شمير قومي مشران او د مدني ټولنو استازې وربلل شوي وو.

په دې موقع د مدني ټولنو د يو والي شورا يو تن فعال غړي ډاکټر نجيب الله صاحبزاده خبريالانو ته وويل:
(( د بن راتلونکې غونډه، لويه جرګه او د سولې بهير کې چې د قانون په چوکاټ کې کومې ستونزې لرو، نو د مدني ټولنو چې په دې اړه کوم رول دى بايد چې سترګې ترې پټې نه کړي شي. تر څو موږ د يوې قانونمندې ټولنې په لور حرکت وکولاى شوو. موږ غواړو چې په دې ټوله پروسه کې د مدني ټولنو سمبوليکې څيرې نه وي، بلکې هغه شخصيتونه په کې شامل کړى شي، چې په رښتيا هم د خلکو استازيتوب وکړي.))

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد منګل شيرزاد په حکومت غږ وکړ چې د مدني ټولنو تر څنګ دې د بن په راتلونکې غونډه کې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم ونډه ورکړى شي.


(( د بن په دویمه غونډه کې دې حزب اسلامي او طالبانو ته هم سهم ورکړى شي. تاسو وليدل چې د بن په لومړى غونډه کې دا قوتونه نظر انداز کړى شول چې له امله يې تر ننه پورې جګړه روانه ده. اوس هم دا ډلې په دې ملک کې مطرح قوتونه دي. زموږ د دې غونډې تقاضا هم دا ده چې طالبانو او حزب اسلامي ته دې د بن په دويمه غونډه کې سهم ورکړي شي. او په دې خبره دې غور وشي چې څنګه کولاى شو چې په دې ملک کې سوله رامنځته شي.))

په پاى کې د مدني ټولنو د يو والي شورا يو پريکړه ليک هم صادر کړ چې په يوه ماده کې يې راغلي وو:
_ حکومت دې د خپلسرو عملياتو، د بې ګناه خلکو د وژلو او ترور مخه ونيسي چې په ملي او نړيواله کچه د قانون حاکميت يقيني شي.
XS
SM
MD
LG