د افغانستان خوست ولایت هم د هېواد، د نورو سیموپه شان کاني او معدني مواد لري ، که څه هم په دې اړه د شویو څېړنومعلومات پوره نه دي په ډاګه شوي خو دوه کاله وړاندې د افغانستان د کانونو وزارت اعلان کړی وو چې له کنړ تر پکتیکا پورې په دې سیمه کې ګڼ شمېرکانونه شته چې د دوی د اټکل له مخې زیاتره یې د مسو دي.
په دې لیکه پروت یو د خوست ولایت هم دی چې د ځمکې لاندې کانونو سربېره د ځمکې پر سرکاڼي قیمتي ډبرې هم لري ، دا ډبرې د خوست په دوه مانده، سپېره او تڼیو ولسوالیوکې دي.
د سیمې خلک د دې قیمتي ډبرو چې د کرومایټ په نوم یادیږي غرونه یې په خپلو کې سره ویشلي او په غیر قانوني ډول یې راوباسي او بیا یې په قاچاقبرانو پلوري.
د سیمې د خلکوپه خبره چې دا ډبرې لومړۍ میرانشاه او وروسته بیا کراچۍ ته وړل کیږي چې وروسته له هغې نه د دوی په وینا چین ته وړل کیږي او هلته د وسلو جوړولو او نورو وسایلو په برخه کې ترې کاراخیستل کیږي.
د تڼیو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی نظرجان وایې چې دا ډبرې یا تیږي د نورو سره توپیرلري او په اسانۍ سره پېژندل کیږي ، او دوی بيا سیمې سره ویش کړي او هرڅوک په خپله برخه کې کارکوي.
د خوست د سپېرې او دوه منده ولسوالۍ دوه تنه اوسیدونکي هم ورته خبرې کوي او وایې چې دا ډبرې په ساده وسایلو را ایستل کیږي. د دوی غوښتنه داده، چې د دې ډبرو دایستلو او بیا دلته د پاکولو لپاره هم ورته کارخانې جوړې شي چې په دې سره به ډېرو ځوانانو ته کارهم پیدا شي.
د خوست د کانونو امراینجینرلایق وایې چې د دې ډبرو رایستل او قاچاق د پخواپه پرتله کم شوی او دوی پلان لري چې خصوصي سکټر ته داکانونه په قرارداد ورکړي چې په مسلکي ډول استخراج او ګټه ترې واخیستل شي.
“”د دې کانونو د ناسم استخراج د مخنیوي لپاره موږ ګڼ پلانونه لرو، چې یوله هغې هم په دې ولایت کې د فابریکو او کارخانو جوړول دي.اوس هم د دغه تیږو قاچاق کیږي خو په هغه ډول نه دی چې پخوا به کیده او اوس ځینوامینتي ځواکونو هم د دې د مخنیوي لپاره کار کړي دياو مرکزي حکومت هم په دې برخه را سره د کار ژمنه کړي ده . “
داپه داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د کانونو وزارت د حاجي ګګ د اوسپنې کان چې ویل کیږي سلګونه مېلیونه ټنه اوسپنه لري دوو هندي کمپنیو ته ورکړ چې د شپږ مېلیارده ډالرو په پانګې اچونې سره به د استخراج کارپیل شي