د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي امریکایان خوشي کېږي


په ایران کې د عراق استازی ناظم دباغ وايي په ایران کې د جاسوسۍ په تور کې بندي دوه امریکایان به ښايي تر دوشنبې پورې خوشي کړل شي.
په تهران کې د رویټرز له ټلویزیون سره د خبرو پر مهال ناظم دباغ وویل.
ً زه اټکل کوم چې که خدای کول په یوه یا دوو ورځو کې به دا کسان د ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد د نیویارک تر سفر وړاندې خوشي کړل شي ً.
ناظم دباغ زیاته کړېده چې ، له دې څخه په داسې حال کې د ایران د نوم ښه کولو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي چې د دې هیواد ولسمشر محمود احمدي نژاد د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.
یاده دې وي چې اتویشت کلن شېن بېور او نهویشت کلن جوش پټېل ته تېره میاشت د جاسوسۍ په تور کې د اته کاله بند سزا اورول شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG