د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر : د ولسي جرګې ټاکنې په ۲۱ نومبر کېږي


د مصر انتخاباتي کمېسیون ویلي د روان زېږیز کال د نومبر په ۲۱مه به د پارلېمان د ولسي جرګې لپاره انتخابات کېږي.

العربیه ټیلي وېژن د انتخاباتو د کمېسیون د یوه چارواکي له خولې ویلي د هېواد د پارلېمان د لوړې شورا لپاره به ټاکنې د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۲مه وشي.

اووه میاشتې مخکې پخوانی ولسمشر حسني مبارک له دندې لرې کړل شو او د هغه تر تګ وروسته دا لومړي انتخابات وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG