د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاتویا: د روسي لږکیو ملاتړ لرونکی ګوند بریالی شوی


په لاتویا کې د انتخاباتو پایلې ښيي چې هغه ګوند بریا تر لاسه کړې ده چې د نسلي روسي لږکیانو ملاتړ ورته ترلاسه دی.

د شنبې په ورځ تر شویو انتخاباتو وروسته شا و خوا ۹۵ فیصده رایې شمېرل شوې دي. په دې کې د هارموني سینټر په نوم ګوند ۲۹.۲ فیصده رایې تر لاسه کړې ډي.

د ګوند یو سیاستوال وايي د پایلو تر مخې اوس باید د دوی ګوند په کابینې کې له ځای لرلو نظر اندازه نه کړل شي: ((دا به زموږ د رایې اچوونکو بې احترامي وي ځکه چې هر درېیم لاتویايي وګړي زموږ ملاتړ کړی او موږ ته یې رایې راکړې ده. زموږ پر مخ توکل او موږ د کابینې په کار کې نه ورګډول به زموږ بې احترامي وي.))

د پخواني ولسمشر ولادېس زاتلرز ګوند په انتخاباتو کې ۲۰.۵ او د وزیر اعظم ولادېس دومبروفسکېس ګوند ۱۸ فیصده رایې تر لاسه کړې دي. تر اوسه په لاتویا کې د نسلي روسانو ملاتړ لرونکي هیڅ ګوند په حکومت کې د دې هېواد تر ازادۍ وروسته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG