د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني ډله او پاکستان خپلو کې اړيکي لري


په پاکستان کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر ویلي داسې ثبوت شته دی چې تر مخې یې د پاکستان د حکومت او د یاغي حقاني شبکې تر منځ د اړیکو پته لګي.

د پاکستان له سرکاري راډیو سره د خبرو پر مهال، امریکايي سفیر پر حقاني شبکې، تېره اوونۍ د کابل د بریدونو تور پورې کړ. ده وویل: ((داسې ثبوت شته دی چې حقاني شبکه له پاکستاني حکومت سره تړي.))

هغه وویل، د حقانې د ډلې او د پاکستان تر منځ رښته باید ((پای ته ورسي.)) په سمدستي ډول د پاکستان لخوا غبرګون نه دی ښودل شوی. حقاني شبکه چې له طالبانو او القاعده سره تړلې ده، په اړه یې امریکا فکر کوي چې په پاکستان کې له افغانستان سره پر پوله پرته ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG