د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د قانون، حقوق و عدلي موضوعاتو په اړه غونډه


د میدیوتیک د موسسې لخوا د شوي سیمینار ګډونوال
د میدیوتیک د موسسې لخوا د شوي سیمینار ګډونوال
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست
- په افغانستان کې د اوږدو جګړو له امله ډیر بنسټونه له منځه ولاړل او پدې ډول ورو ورو له قانونه د سرغړونې او په ځان نه عملي کول هم شروع شول، له دې سره په هېواد کې یوه بله بې نظمي هم منځ ته راغله.

ځینې کسان خو په لوی لاس د زور او زرو په درلودلو دا کار کوي، خو ډېری یې بیا له قانونه د ناخبرۍ له امله دا ډول غلطۍ او تېروتنې کوي.

د دې لپاره، چې راتلونکى نسل د قانون، حقوقي او عدلي مسایلو سره بلد وي، ډېرې بهرنۍ او کورنۍ موسسې پدې برخه کې کارکوي.

د خوست د میدیوتیک دفتر لخوا هم د خوست زده کوونکو لپاره دا لړۍ پیل شوې او د خوست شیخ زید پوهنتون استادانو لخوا ورته زده کړې ورکول کېږي.

دا چې دا زده کړي څومره ګټورې دي او د زده کونکو سره به په راتلونکې کې څومره مرسته وکړي؟ په اړه یې د کورس څو تنه زده کوونکې وایې اوس موږ په دې پوه شو، چې بايد د نورو په کارونو کې مداخلت ونه کړو، خپلې مسلې د حکومتي ادارو له لارې هوارې کړو،او په خپلو سيمو، کليو او بانډو کې خلک وهڅوو چې له کوچنيو او وړو مسلو څخه دې د ښمنۍ او تربګنۍ نه جوړوي.

د خوست د میدوتیک مرکز مشر نجیب الله الوخیل وایې، د دوی هدف له دې څخه د زده کوونکو، چې په راتلونکې کې دوی حکومتي ادارو یا نورو موسساتو کې دندې او نوکری اخلي دا مرسته وکړي، چې وړاندې له وړاندې به د ابتدایې حقوقي مسایلو سره بلد وي.
نوموړي زياته کړه: ((له يوې خوا به ځوانان د نظام،قانون او حقوقو په مساېلو وپوهيږي بلخوا د هغه سيمو زده کوونکي چې له دوولسمو ټولګيو وروسته د تحصيل او مسلکي زده کړو چانس نه مومي او غواړي په دولتي او يا حکومتي ادارو کې رسمي او غير رسمي دندې واخلي لږ تر لږه د ادارې له جوړښت، پلان، مديريت، استعلام او وړانديز ليکنې او نورو مسايلو سره بلد او اشنا وي.))

د خوست شیخ زید پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی استاد محمدالله مندوزی، چې پدې کورس کې یې زده کوونکو ته زده کړې ورکړې وایې، چې د قوانینو او حقوقي مسایلو څخه خبریدل د هرچا او په ځانګړې ډول د زده کوونکو ډیره اړتیا ده؛ ځکه چې دوی په راتلونکي کې د ټولني رهبري کوونکې او خدمتګار دي.

هغه وويل: ((دوى ديوې مياشتې په بهير کې له زده کوونکيو سره هغه مسايل شريک کړي، چې پخوا يې ورسره بلديت نه درلود، د قانون څخه نا خبري د هېچا لپاره عذر نه شمېرل کيږي. هر افغان مکلفيت لري، چې له قوانينو ځانونه اګاه او خبر کړي او په دې ځانونه وپو هوي، چې کوم حقونه ،مسووليتونه او وجايب د ځان ،ټولنې او دولت پر وړاندې لري.))

د خوست د میدیوتیک دفتر د مسؤولینو په وینا، دا کورس چې ۶۰ تنه ګډونوال یې لرل د یوې میاشتي لپاره وو، چې د جمعې په ورځ یې دوره بشپړه شوه خو دوی په پلان کې لري، چې په راتلونکی کې نه یواځي د زده کوونکو لپاره بلکه د ادارو مامورینو او ملازمانو لپاره هم دا ډول کورسونه او ورکشاپونه جوړ کړي ترڅو په حقوقي برخه کې شته ستونزي تر ډیره راکمي شي
XS
SM
MD
LG