د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م م امنیت شورا پر لیبیا بندیزونه سست کړل


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر لیبیا په لګېدلو بندیزونو کې د دې لپاره اساني راوستې ده چې د معمر قذافي له لرې کېدو وروسته دغه هیواد د ژوند عادي حالت ته را وګرزي.

دا پرېکړه له هغه قرارداده وروسته وشوه چې د پنځلسو هیوادونو لرونکې دې شورا یې په اړه رایې واچولې. د دې قراداد له مخې به له لیبیا سره د نورې مرستې لپاره یوه ځانګړی کمېشن هم جوړ شي. په اسانه شوو بندیزونو کې هغه هم شامل دي چې شپږ میاشتې وړاندې پر معمر قذافي د دې له کبله لګول شوي وو چې پر جمهوریت غوښتنونکو مظاهره چیانو یې چاپې وهل بیل کړي وو. د جمعي په ورځ د ملګور ملتونو عمومي اسمبلۍ د لیبیا هغه غوښتنه ومنله چې د لنډ مهاله حکومت استازي دي په رسمي توګه په ملګرو ملتونو کې د لیبیا یوازينې سفیران وګڼل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG