د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حق لري چې خپله تګلاره جوړه کړي: کیاني


د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیانې ويلي دي چې د خپلواک ملک په توګه دا د پاکستان حق دی چې له خپلو ګټو او د ولس له خواهشاتو سره سمه تګلاره جوړه کړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ( آی ایس پي آر) په خپاره کړي بیان کې لیکي چې نوموړي دا خبرې د سپېن په سوییه نومې ښار کې د نېټو د دفاعي مشرانو په غونډه کې کړې دي. جنرال اشفاق پروېز کیانې دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې امریکايي چارواکو حقاني شبکه چې فکر کیږي مرکز یې په شمالي وزیرستان کې دی ، په دې تورنه کړه چې په کابل کې د دوی پر سفارتخانه برید دغې ډلې وکړ. امریکا وايي چې دوی پر پاکستان د دې لپاره په وار وار فشار اچولی دی چې د حقاني شبکې پر ضد عملیات وکړي خو پاکستان داسې نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG