د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د پاکستان سېلاو ځپلو سره مرسته کوي


اروپاپي ټولنې نن اعلان وکړ چې پاکستان ته به له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا یو ارب او ۲۱ کروړه روپۍ ورکوي.

د یادې شوې ټولنې د بشري مرستو کمشنرې کرسټالینا جورجیوا په یوه بیان کې ووېل چې د دوی د مرستې اړتیا ده او دوی به د اغېزمن شوو خلکو غوښتنې ته ځواب ووايي. بل پلو د خېرښېګړې برتانوۍ ادارې اکسفام ویلي دې چې په سیند صوبه کې له سېلاب څخه د متاثره شوو په شمېر کې دوه دېرښ فیصده مېرمنې دي او په هغوی کې شاوخوا یو لک حامله هم شاملې دي. اکسفام وايي ، د دې مېرمنو په ګډون ټولو متاثرینو ته که په سم دستي توګه سپا اوبه ورنه کړل شي نو په دوی کې د یو شمېر ناروغیو د خپرېدو وېره ده. د پاکستان د سیند په صوبه کې د سېلاب له امله شاوخوا دوه نیم سوه کسان وژل شوي او په لکونه نور اغېزمن شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG