د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېلاو ځپلو سیمو کې ناروغۍ خپرې شوې دي


ډاکتر په سېند صوبې کې یوه مریضه ګوري
ډاکتر په سېند صوبې کې یوه مریضه ګوري
ظفر کریمي، مشال راډیو

سېند
- په پاکستان کې د قدرتي ناورینونو د انتظام د ادارې چارواکو خبر داری ورکړی دی چې د باران او سېلابي اوبو له کبله په اغېز منو شویو سیمو کې بېلا بېلې ناروغۍ خپرې شوې دي.

د ادارې په خبره، دا مهال ۲۴ لکه خلک بېلا بېل مرضونه لري.

چاوراکي وايي، په دې مرضونو کې د پوستکي، سترګو، ملاریا، او د قی او دستونو ناروغۍ شاملې دي.

د ناورینونو د انتظام د ادارې ویاند ارشاد بټي رسنیو ته ویلي، په ځپل شویو سیمو کې د دوی له اټکله هم زیات حالات خراب دي: ((په ځپل شویو سیمو کې زموږ له سوچه هم زیات بد حالات دي. هر ځای اوبه ولاړې دي. په دوو، درو ضلعو کې خو دومره اوبه ولاړې دي چې د مړو د ښخولو لپاره هم وچ ځای نشته.))

سېلاو ځپلي خلک هم په سیمه کې له ولاړو اوبو شکایت لري. د بدین په ضلعې کې یوه کس مشال راډیو ته ویلي چې د سیمې په اوبو کې مړه څاروي پراته دي چې په ټوله سیمه کې یې بد بوی خپور کړی دی: (( له موږ سره په شا و خوا سیمو کې ۱۰ یا ۱۲ فوټه اوبه ولاړې دي. په اوبو کې مړه څاروي پراته دي، بد بوی خپور دی، ماشې زیاتې شوې دي او ډېرې خلک په ملاریا اخته دي.))

له سېلابي اوبو متاثره شوي خلک وايي چې کیمپونه له ځپل شویو کسانو ډک دي او ډېرو خلکو د اوچتو سړکونو پر غاړه، د شنه اسمان لاندې اړولې ده: (( د سړکونو پر غاړو خلکو د سر د پټولو لپاره جوګۍ (کېږدۍ، کوډلې) جوړې کړې دي. زموږ د پوښتنې هیڅ کس نشته، د ډوډۍ انتظام هم نشته. داسې خلک هم شته دي چې له دوو، درو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه ده خوړلې. پر سړکونو ناست دي. هر ګاډی چې تېرېږي ورته په دې هیله ګوري چې کېدای شي په دې ګاډو زموږ لپاره څه راشن وي یا داسې څه شی وي چې موږ یې خپلو ماشومانو ته ورکړو او د هغوی خېټې ته څه ور ورسي.))

د طبیعي ناورینونو د انتظام د ادارې چارواکي وايي، ورځ تر ورځې په اغېزمنو شویو سیمو کې د خلکو د مړینې کچ زیاتېږي او اوس مهال په دې ناورین کې د وژل شویو شمېر شا و خوا ۳۰۰ ته رسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG