د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پاکستان لږه خرچه وکړي نو د ناورین مخه نیولای شي


د سېند په عمر کوټ کې له خلکو سره مرستې روانې دي
د سېند په عمر کوټ کې له خلکو سره مرستې روانې دي
پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- برېتانیا مېشته د خیر ښېګڼې نړيواله اداره اوکسفیم وايي که د پاکستان حکومت دوه کروړه اویا لکه ډالره خرچ کړي نو د بېلا بېلو قدرتي او د انسان له لاسه د راغلیو ناورینونو ښه مخنیوی کولای شي.

په پاکستان کې د دې ادارې د رسنیو او د ایډو کیسۍ د څانګې مشر مبشر اکرم له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل د پاکستان حکومت باید د جدیدو طریقو په کارولو د ناورینونو د مخنیوي هڅې وکړي: ((د قدرتي افتونو د انتظام او مخنیوي طریقې باید په نویو لارو استعمال کړل شي. د بېلګې په ډول یو تصور دی چې د ناورین انتظام دې وشي، په نورو ټکو کې د قدرت یا انسان له لاسه د راغلیو ناورینونو د انتظام او کابو کولو اسانه لارې څه دي؟ که حکومت وغواړي نو د ۲۷ میلیونه ډالره یا دوه کروړه اویا لکه ډالره له لګښت سره د پاکستان ډېرې سیمې چې د قدرتي افتونو اندېښنې په کې وي، هلته له دې وړې خرچې سره خلک او هېواد له ناورینونو ژغورلای شي.))

مبشر اکرم وايي، تر ناورین وروسته په اربونو ډالره خرچې ته ضرورت وي چې د بیا ودانۍ کارونه وشي. نو د ناورین د مخنیوي خرچه کمه وي او باید دا حکومت وکړي. دی وايي د پاکستان حکومت د تېر کال تر سېلاو وروسته دا ځل د دې د مخنیوي کار کړی وو خو سږني سېلاو ثابته کړه چې د حکومت ګامونه ناکافي ول.

د اوکسفیم د سروې تر مخې دا مهال په پاکستان کې د سېند ۲۲ ولسوالۍ سېلاو ځپلې دي: ((د سېند شا و خوا ۲۲ ضلعې دا وخت سېلاو اغېزمنې کړې دي چې په کې اووه ضلعې شدیده متاثره شوې دي. په دې کې سانګړ، ټنډو اله یار، عمر کوټ، بدین، مټیاري، او میر پور خاص شامل دي.))

د اوکسفیم د پاکستان د رسنیو او د ایډو کیسۍ د څانګې منېجر مبشر اکرم وايي د دوی اداره د خپلو ملګرو په مټ په پاکستان کې د سېلاو ځپلو مرسته کوي: (( اوکسفیم دا مهال په پاکستان کې خلکو ته د پاکو اوبو، د ناولو اوبو د نکاسۍ، او د صفايۍ د نورو کارونو انتظام کوي. د دې تر څنګ په فوري ډول د خواړو ورکولو او د ضروري خوراکي اجزاو ورکول هم زموږ کار دی، دا خواړه موږ په ځانګړي ډول ماشومانو او حامله دارو ښځو ته ورکوو. دا مهال، د ملګرو ملتونو د یوې سروې تر مخې، په سېلاو ځپلو سیمو کې، ۳۵ لکه خلک داسې دي چې په سمدستي توګه ورته د خواړو اړتیا ده.))

د اوکسفیم د پاکستان لپاره مشره نیوا خان له نړیوالو خیریه ادارو او حکومتونو غوښتنه کوي چې ژر دې د سېند د سېلاو ځپلو لپاره مرستې برابرې کړي او پیسې دې ورکړي.

د ادارې له وینا سره سم، تر شپږو میاشتو پورې به دوی شاو خوا ۶۰ لکه ډالره د مرستندویه کارونو لپاره په سېند صوبې کې کاروي.
XS
SM
MD
LG