د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند یان موزيم غواړی.



سيدشاه سقیم - کندهار



هېلمند د افغانستان له لرغونو او پخوانيو سيمو څخه يوه ده چې تاريخي قدامت يې تر دريو زرو کالو اوړي .

ددغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په تېرو دېرشو کالو کې د جګړو پر مهال د هلمند زيات تاريخي اثار له مېنځه تللي او که دوى ته موزيم جوړ نه شي نو ورپاتې څه نا څه اثار به يې هم له ګوتو ووزي .

د هېلمند سيمې ليکوال او شاعر شريف الله دوست وايي چې په تېرو دريو لسيزو کې د هلمند زيات تاريخي اثار د ځينو کسانو له خوا له په ګاونډيو هېوادونو پلورل شوي دي او لا هم دغه لړۍ روانه . دى د هېلمند تارخي قدامت شا و خوا درې زره کاله ښيي.

"په اوستا کتاب کې تر مېلاد نهه سوه يا زر کاله مخکې د افغانستان د ځينو سيمو يادونه شوې ده چې يوه پکې هيتومند يا هېلمند دى په نامه راغلې چې قدامت يې درې يا درې زره دوه سوه کالو ته رسېږي"

دوست زياتوي چې اوس هم د هېلمند له ډېرى اوسېدونکيو سره ډېر پخواني اثار پاتي دي او وايي چې که دولت په دغه ولايت کې موزيم جوړ کړي دوى حاضر دي چې دغه اثار موزيم ته وسپاري .

"موږ سره خپله شا و خوا دېرش څلوېښت ډوله سيکې دي چې هغه د اسلامي دورې ، د غزنويانو او د سقاريانو د دورې دي چې شا و خوا زر دولس سوه کاله قدامت لري راسره شته خو دلته يو موزيم نشته چې مونږ يې پکې خوندي کړو "


د هلمند لرغونې کلاکانې د ورکېدو په حال کې دي

د هېلمند ولايت يو بل ليکوال او شاعر ولي محمد خادم بيا وايي چې په دغه ولايت کې ډېرې تاريخي کلاوې او ودانۍ هم شته چې تېرو جګړو خرابي کړې او ساتنه يې ونه شي کېداى شي له مېنځه لاړې شي.

" لکه څرګنده چې هېلمند خپله يو تاريخي نوم دى ، دغه ولايت يو ډېر ښکلى سيند لري چې له کجکي څخه راغلى او د ښار په مېنځ کې تېر شوى دى ، په هلمند کې تاريخي اثارو ته تر اوسه کوم چارواکي پاملرنه نه ده کړې او د جګړو له امله په ډېر خراب حالت کې دي "


د هېلمند د اطلاعاتو او کلتور رييس عالي شاه مظلوم يار وايي چې دوى هم په دغه ولايت کې د موزيم د نشتوالي ستونزه ويني او په دې اړه يې له بېلابېلو ادارو څخه مرسته غوښتې خو تر اوسه پورې څوک حاضر شوي نه دي چې ورسره مرسته وکړي.

"د نړى او هېواد خلک د هېلمند له تاريخي اثارو سره زياته مينه لري خو دا چې تاسي ته مالوم دى د اطلاعاتو او کلتور رياست د مادياتو په اساس يو فقير رياست دى او خپله انکشافي بوديجه نه دي نو دداسې مسايلو د حل د پاره زمونږ ګذاره د نورو په مرسته ده . په دې اړه مونږ پي ارټي ، خپل وزارت او يونيسکو ته پېشنهاد کړى او اوس لا هم په هڅه کې يو."

د هېلمند په تاريخو اثارو کې تر ټولو د هملند پخواني کلاوې مشهورې دي. په ولايت کې شا و خوا څلوېښت تاريخي کلا ګانې شته چې له ډلې څخه يې يوه د هلمند د بست کلا ده چې د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه په لسو کيلو ميټرۍ کې ولاړه ده.

ويل کېږي چې په دغه کلا کې به نور شېروان عادل استوګنه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG