د لاسرسي ځای

تازه خبر

هسکه شمله دې ټیټه مه شه د پښتنو په شمله ویاړي تاریخونه


شمله د پښنولۍ څلی
شمله د پښنولۍ څلی

شاه نواز ترکزی، مهمند اېجنسۍ

کوله او لنګۍ خو چې شمله پکې نیغه ولاړه وي د مهمندو اېجنسۍ سپین روبي یې تر دې دمه په سر ږدي او په ډله کې ناست دغه تن ته سر لوړي ورکوي.

حاجی محمد کاکا وايي، کله نا کله نسواري رنګه لنګۍ وتړي چې دده په خبره ددغه رنګ لنګۍ تړلو مینوال ډېر ده.دی زیاتوي اوس هسې هم زوړ یم او په تړلو یې د ځوانۍ وختونه رایادوم.
د کوز مهمندو اېجنسۍ اوسیدونکی حاجی محمد د هغه په وينا د ۷۰ کالو به وي وايي، زموږ په مهمند کې خاص روایت د تور بخنې لنګۍ دی او شنه لنګۍ هم زیاته استعمالیږ ی زیړه هم استعمالیږی خو سره نه شته٬٬

حاجی محمد کاکا په قامي جرګو مرکو کې هم ډیر کښېني او وايي، په لومړي ځل هغه ته ددده په واده کې سخر لنګۍ کړې وه او د هغې لنګۍ رنګ سور وو. روستو هغه نورې دوه لنګۍ یوه نسواري او یو خړ بخنه رنګ ځان له پخپله جوړې کړي دي.٬٬

حاجی محمد کاکا زیاتوي، کوله او لنګۍ د پښتانه قام د دروندوالي نښه ده.دا زموږ د مشرانو یو پخوانۍ نښه هم ده. او یو درنه جامه هم ده په دې زموږ خلک درانه ښکاري.٬٬

حاجی محمد کاکا وویل دی هر کال د خوشحالۍ په موقع نوې کوله او لنګی اخلي

په لنګۍ کې بیا شمله خپله مزه لري.د پټکي او لنګۍ ځینې داسې ږدونکي هم شته چې یوه لوېښت اوږده شمله تړي.او ځینې وړه شمله جوړوي.

حاجی محمد کاکا وايي، چې وړاندې خلکو کوله عام و خاص پر سر ایښودله خو دا څو کاله کېږي چې کمی په کې راغلی دی.او نوی نسل خو لنګۍ او کوله په سرول خوښوي.، زموږ پخوانیو به څڼې پرېښودلې او موږ ته به په چپړه(پلاسټيکي چپل( باندې هم ځان بد ښکاریدو٬٬

حاجی محمد کاکا وايي وړاندې به کوله په ۵۰ روپۍ وه اوس یې بییه ۵۰۰ روپو نه زیاته ده. او لنګی به په ۵۰۰روپۍ یاتردې په کمه ملاوېده خو اوس یې ۱۸۰۰روپو نه هم لوړه شوې ده.٬٬

حاجی محمد کاکا وايي، کله نا کله نسواري رنګه لنګۍ وتړي چې دده په خبره ددغه رنګ لنګۍ تړلو مینوال ډېر ده.دی زیاتوي اوس هسې هم زوړ یم او په تړلو یې د ځوانۍ وختونه رایادوم.٬٬

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG