د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې بارانونه درېدلي دي.


د کراچۍ په ګډون د ه سېند صوبې په نورو برخو کې باران تم شوی دی خو له دې مخکې د موسمیاتو ادارې ویلي وو د شوروورځې تر ماښامه پورې به باران ودریږي.

د سېند صوبی د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن ويلي صوبایی او مرکزي حکومت تر څنګ نورې مرستندویه ادارې د اغیز مین خلکو شوو سره په مرسته لګیا دي خو د تیر کال په شان د غیر سرکاري ادارو لخوا هومره مرسته نه کېږي.

اغیز مین شوي خلک مرستندویه کیمپونو ته رسول کيږي، هغوی ته خېمې ورکول کيږي. هلته هغوي ته د خوراک څښاک څیزونه ، دوایانې او له بیماریو د بچ کیدو په اړه معلومات هم ورکول کيږي.

دا وخت صوبایی حکومت ، وفاقي حکومت او قدرتي افتونو د نظم ادارې ټولې په مرستو بوختې دي.خو د زلزلې او تیر کال سیلابونو د مرستې په شان دا ځل غیر سرکاري ادارې او د میډيا رول کم دی .

د صوبې سانګړ، بدین او نوابشاه اوسیدونکي وایي باراني اوبو ډنډېدو له امله ځايي خلک د ملیریا، ډینګي تبې، هیضې او د سترګو د نارغیو سره مخامخ دي.

په کیمپونو کی متاثرین وایي چې مرستې ورته نه رسیږي. بلخوا امدادي ډلې وایې چې مرستندویه کارونه یې روان دي او هڅه کوي چې دې خلکو ته ورسیږي.

دا وخت په سند صوبه کې د سیلاب نه څه نا څه ۵۳ لکه خلک متاثره شوي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG