د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به له پاکستانه د کیدونکو بریدونه دفاع کوي


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په افغانستان کې له ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو په حال کې.۹ جولايي ۲۰۱۱
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په افغانستان کې له ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو په حال کې.۹ جولايي ۲۰۱۱
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا پاکستان ته خبرداری ورکړی واشنګټن به په خپله دفاع کې د هغو بریدونو پر وړاندې هر څه وکړي چې اورپکي یې د پاکستان له غاړې په افغانستان کې د دوی پر ځواکونو کوي.

د نوموړي دغه څرګندونی په کابل کی د امریکا په سفارتخانی او د نیټو په قومندانۍ د برید وروسته مخی ته راځي.

په هغه برید کې چې څه نا څه ۲۰ ساعته یې دوام وکړ ، 16 کسان ووژل شو.

په افغانستان کی د امریکا سفیر رایا ن سي کراکر د دې برید ذمه وار حقاني شبکه ګرځولې.چې په پاکستان کې میشت ډله ده او له القاعدې او طالبانو سره ملګري دي.

لیون پانیټا خبریالانو ته وویل ، یو ځل بیا پر پاکستانیو ټینګار کوو چې ددغه ډول بریدونو په لړ کې پر حقاني ډله خپل اثر وکاروي او د هغه په خبره په دې برخه کې لږ پرمختګ شوی دی.٬٬


امریکايي چارواکو د روانې میاشتې پر لسم سپټمبر د افغانستان په وردګ ولایت کې د ناټو پوځي مرکز ته جوخت په ټرک کې د چاودنې د ترسره کولو شک پر حقاني شبکه کوي چې پکې څلور ملکي کسان وژل شوي او تر ۷۷ ډېر امریکايي سرتېري ژوبل شوي وو. دغه ډله په شمالي وزیرستان کې پټن ځایونه لري چې د سي آی اې د ډورن بریدونو مهم هدفونه ګرځيدلي دي.
XS
SM
MD
LG