د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ : د ترهګرو پر ضد دې عملیات وشي


په پښتونخوا اسمبلۍ کې سیاسي ګوندونو د ماشومانو پر بس پرونی (نهې ورځ) برید په سختو ټکو غندلی او په قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې یې د تره ګرو پر ضد د عملیات کولو لپاره له حکومته غوښتنه کړېده.

پولیس وایي، د پيښور سره نږدې د متنو په سیمه کې د سکول د ماشومانو په بس د تېرې ورځې په وسله وال برید کې څلور زده کونکي او یو د ګاډي ډرایور وژل شوی دی.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړي ثاقب الله څمکنی ، وایی، ددې وخت راغلې چې د تره ګرۍ پر ضد ټول یو موټي شي.

په پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز پارټي شیر پاو غړو په بحث کې برخه وا نه خیستله.

د متنو په سیمه کې د څو مودې راهیسې وار په وار د ترهه ګرۍ پيښې تر سره شوي دي چې پکې په پولیسو، د امن لښکر په غړو او اوس په ماشومانو دغه برید وشو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG