د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل نښته کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي په کابل کی د طالبانو لخوا برید به ، واشنګټن و نه ویروي.

دغه پيښه چې پرون د نهی په ورځ د افغانستان په سرښار کابل کې رامنځ ته شوه ،د څلور تنه افغان ملي پولیس په ګډون ۹ تنه ووژل شو او تر شلو ډېر ژوبل شو.

دغه برید په پلازمېنه کابل کې د امریکا سفارتخانې ، د نیټو مرکزي دفتر ، او پر نورو حکومتي ودانیو وشو.

افغان پولیس وایي د ښار په خوا او شا کې درې بمي چاودنې هم شوې دي چې ځانمرګي بریدونه وو.

بیګا چی کله د نيټو هیلي کاپټرو پرواز کولو ، هغه مهال هم د ډزو ږغږنه اوریدل کیدل.

دا د یوې میاشتې نه په کمه موده کې دویم لوی برید دی . د اګست په نیمایي کې ځانمرګو برید کونکو پر بریټیش کونسل برید کړی و

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG