د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان تر بل هرڅه سولې ته اړتیا لري


په کندهار کې د سولې د عالي شورا حوزوي غونډه.
تصویر:سید شاه سقیم کښلی
په کندهار کې د سولې د عالي شورا حوزوي غونډه. تصویر:سید شاه سقیم کښلی

سید شاه سقیم - کندهار

په کندهار کې د سولې د عالي شورا حوزوي غونډه نن تر غرمې مخکې په کندهار کې پيل شوه چې سبا ورځ به هم دوام ولري.

په دغه غونډه کې د جنوب لوېديزې حوزې له پېنځو ولايتونو کندهار ، زابل ، هلمند ، روزګان او نيمروز څخه د راغليو څلور سوه په شا و خوا کې دولتي چارواکيو او قومي مخورو په ګډون سربېره د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني، لوى درستيز شېر محمد کريمي ، د سرحدونو او قبايلو وزير اسدالله خالد ، په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان جنرال الن او ګڼ شمېر نورو لوړ پوړيو دولتي چارواکيو برخه اخيستې ده .

په کندهار کې د سولې د عالي شورا د غونډې برخوال

د سرحدونو او قبايلو وزير اسدالله خالد د غونډې د پرانستنې د وينا پر مهال وويل چې د سولې د ولايتي شوراګانو په دفترونو سربېره به د جنوب لوېديزې حوزې د پاره په کندهار کې يو بل حوزوي دفتر هم پرانيستل کېږي.

غواړي چې د ولاتي دفترونو په ضمن کې يو ساحوي او حوزي دفتر هم دلته ولرو، استاد رباني ومنله او جنرال الن ډاډ راکړي چې په دې اړه به راسره مرسته کوي

د کندهار سولې جرګې برخه وال

د افغانستان پخوانى ولسمشر او دا مهال د سولې د عالي شورا مشر پروفيسر برهان الدين وايي چې په هېواد کې سولې ته تر بل هر څه زياته اړتيا ده او ولس هم بيا د سولې د راتګ د پاره له دولت سره لاس يو کړي.

د ډېرو مهمو لومړيتوبونو څخه يوازينى لومړيتوب زموږ سوله ده ، دا مسوليت يوازې د دولت نه دى بلکې د ولس هم دى . ددې هېواد هر وګړى بايد هڅه وکړي چې په خپله سيمه ، خپل کلي او خپل کور کې سوله راولي ، کله چې يو ټروريسټ له سپين بولدک يا تورخم څخه راځي يو نه يو سړى پرې خبروي او بايد دولت خبر کړي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي سرتېرو قومندان جنرال الن بيا وايي چې دا مهال وسله وال هم پوهېدلي دي چې نوره يې جګړه په ګټه نه ده ، دده خبره دا مهال په افغانستان د سولې او بېرته يو ځاى کېدنې وخت را رسېدلى دى.


د افغانستان ولس له ډېرې مودې را په دې خوا د جګړو له امله ستونزې ګالي . دا مهال مونږ ددې د پاره دلته راغلي يو چې له افغان دولت سره د جنګيالو طالبانو يو د ځاى کېدنې په موخه د سولې پروسه نوره هم ګړندۍ کړو، زه پوخ باور لرم چې دا مهال په افغانستان او په ځانګړې توګه په لوى کندهار کې د سولې او يو بېرته ځاى کېدلو وخت راغلى دى

جنرال الن زياتوي چې په افغانستان کې سوله يې له لومړيتوبونو څخه او افغان ولس ته ډاډ ورکوي چې بهرني سرتېري به يې تر هغه وخت چې اړتيا وي تر څنګ ولاړ وي.

زه غواړم تاسي وپوهوم چې سوله مې له لومړيتوبونو څخه ده ، او تاسي ته ډاډ درکوم چې نړيوال ځواکونو به د يو ملګري په څېر تر هغه وخته پورې ستاسي په خوا کې وي تر څو چې د افغانستان وياړلي ولس ته سوله راولي. همدا اوس هم نړيوالو ځواکونه په لوى کندهار کې زياتې لاسته راوړنې لري او ډاډ درکوو چې له تاسي سره يو ځاى به د بريالتوب په لور ځو.مونږ وينو چې وسله والو خپلې سيمې له لاسه ورکړي دي او د دوى د مشرانو چې له جګړې يې ځانونه خوندي کړي او له بهر څخه ورته قومندې کوي له دوى د اړيکو په اړه هم خبرېږو

ټاکل شوې ده چې دغه غونډه به سبا هم دوام وکړي او پکې به له کابل څخه راغلي دولتي او د ايساف ځواکونو مشران د جنوبي ولايتونو له واليانو ، قومي مشرانو او دولتي چارواکيو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG