د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو پېښې زیاتې شوې دي


د پاکستان د سپریم کورټ مشر جج افتخار محمد چودري
د پاکستان د سپریم کورټ مشر جج افتخار محمد چودري
لاهور - د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري ویلي، په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو پېښې زیاتې شوې دي.

په لاهور کې د جمعې په ورځ د پاکستان د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن تر سیوري لاندې د عدلیې د نړیوالې غونډې (International Judicial Conference) د پرانیستو پر مهال نوموړي وینا کړې ده.

افتخار چودري وايي په بلوچستان کې عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې او پرته د خلکو د وژنې او د خراب کړل شویو مړیو تورونه هم مخې ته راځي.

چیف جسټس وویل، که څه هم د عدالت تر سو موټو نوټس وروسته ځېنې لا درکه کسان خوشې کړل شوي دي خو د ورکو خلکو په اړه تر اوسه څه مناسبه قانون نه دی جوړ کړل شوی.

په لاهور کې روان دا کنفرانس درې ورځې دوام کوي او په کې له هند، بنګلا دېش او سري لنکا راغلي وکیلان ګډون کوي.

د پاکستان په بلوچستان کې د خپلواکي غوښتونکو ملتپاله بلوڅانو د ورکېدو، ځورونې، وژنې او د مړو د خرابولو معامله په نړیوال ډول د بشري حقونو سازمانونو، ټولنو او نړیوالو رسنیو په بیا بیا را پورته کړې ده.

په دې اړه د پاکستان په سپریم کورټ کې د یوه کېس اورېدنه هم شوې ده.

د پاکستان په جاسوسي ادارو تور دی چې د بلوڅانو په لا درکه کېدو کې لاس لري. خو د پاکستان پټې ادارې دا تورونه ردوي
XS
SM
MD
LG