د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپلواک ناټو وژلی وو


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ کې نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف ) منلې ده چې د دوی یوه سرتېري په جولايي کې د بي بي سي یو ځاي خبریال په ډزو وژلی وو.

په یوه بیان کې ایساف ویلي چې سرتېري یې په تېروتنه سره پر پنځویشت کلن احمد امید خپلواک د اورپکي ګمان کړی وو. دا بیان لیکي: ((دې امریکايي سرتېري د وسله والې جګړې له قووانینو او ښکېلتیا له مخې له حالاتو سره سم عمل کړی وو)) احمد امید خپلواک له هغو یوویشتو کسانو څخه وو چې د روان کال د جولايي پر اتویشتمه نېټه د افغانستان د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې هغه مهال ووژل شو چې اورپکو پر یوه دولتي ودانۍ برید وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG