د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري سېلاو ځپلو ته له ملګرو ملتونو مرسته غواړي


پاکستانی ولسمشر اصف علي زرداري
پاکستانی ولسمشر اصف علي زرداري
بوریوال کاکړ، مشال راډیو


پراګ
- د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر ویلي چې ولسمشر له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه په پاکستان کې د سېلاو او بارانونو له امله اغېزمنو شوو خلکو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، ولسمشر اصف علي زرداري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره پر ټيلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې په پاکستان کې د سېلاب له امله د ورانیو او اغېزمن شویو خلکو حال ور کړ.

ولسمشر د مرستې دا غوښتنه تر هغه وروسته کړې ده چې د پنجشنبې پر ورځ یې په سېند صوبه کې د سېلاو ځپلو سیمو سفر وکړ.

په دې سیمو کې د باران و سېلاو له کبله په لکونه خلک ځپل شوي دي.

په پاکستان کې تېر کال د پشکال د بارانونو له کبله په خیبر پښتونخوا، جنوبي پنجاب او سېند کې په میلیونونه خلک ځپل شوي ول.

د پاکستان د مالي چارو وزیر ډاکتر عبدالحفیظ شیخ د روان زېږیز کال د جون په میاشت کې د بجټ د وینا پر مهال، د دې هېواد پارلېمان ته ویلي ول چې د تېر کال سېلاوونو هېواد ته د ۸۵۰ اربه روپیو تاوان ور په برخه کړی دی.
XS
SM
MD
LG