د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښټني سیمو کې قامي جرګه جوړوم: افضل خان لالا


ملتپاله سیاستوال افضل خان لالا
ملتپاله سیاستوال افضل خان لالا
مجیب الرحمان انګار

پېښور
- د پاکستان ملتپاله سیاستوال او د عوامي نیشنل ګوند مشر غړی افضل خان لالا وايي په پښتني سیمو کې د روانو ستونزو او نا امنيو د ختمولو په هدف یې د یوې لویې قومي جرګې جوړولو هڅې پيل کړي.

نوموړي د پنجنشبې په ورځ د پېښور په مطبوعاتي مرکز کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله.

ده وویل چې په دې اړه یې په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې له مخورو پښتنو سره خپل وړاندیزونه شريک کړي او د هغوی له لوري یې د مرستې ډاډ تر لاسه کړی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې جرګه کې به د دواړو خواوو د دولتونو وسله وال مخالفین هم برخه ولري؟مشال راډیو ته وویل: ((هر هغه پښتون، هر هغه افغان چې د جنګ مخالف وي په دې جرګه کې برخه اخیستلی شي، ځکه چې دوی هم پښتانه دي او د دې خاورې بچيان دي؛ خو د ګولۍ خاوند یانې هغه څوک چې ټوپک یې په لاس کې وي او خپل خلک وژنې هغوی پکې ګډون نشي کولی.))

دا چې دا جرګه به کله او چیرته دايرېږي افضل خان لالا مشال راډيو ته وویل چې په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ غوټه سخره شوې او خلاصول یې ډېر زیار او وخت ته اړتیا لري: ((تاسو ګورئ چې په دې سیمه کې امنيتي وضعیت ډېر خراب دی. په دغسې شرایطو کې هر ځای ته ځان رسول او بیا پښتانه په دې قایل کول چې په دې جرګه ګډون وکړي او خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي، دا کار بې له شکه یو څه ستونزمن دی او وخت ته اړتیا لري خو زما هڅه به دا وي چې زر تر زره یې په پيښور،کندهار،کابل،کوټه او یا په جلال اباد کې دایره کړو))

افضل خان لالا د پولې دواړې غاړو ته روانې جنګ جګړې د پښتنو لپاره نه جبرانیدونکی زیان وباله او زیاته یې کړه چې په روانو حالاتو کې ددې ستونزې د هواري یواځنۍ لار قومي جرګه ده: ((په دې کې شک نشته چې د فساد مقابله په قوت یانې جنګ کېږي؛ خو جرګه زموږ یوه تاريخي عنعنه او دود دی او پښتنو تل خپلې ستونزې د جرګې له لارې هوارې کړي، بلخوا که تاسو وګورئ د نړۍ ډېرو ځواکمنو هېوادونو هم خپلې کشالې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي؛ ځکه نو زه وایم چې زموږ دا ستونزه هم یواځې د جرګې له لارې هوارېدی شي او زما په نظر له ناستې او خبرو اترو پرته بله هیڅ حل لار نه لري.))

افضل خان لالا وايي، له تېرو لسیزو راهیسې چې د پولې هغې غاړو ته په پښتني سیمو کې کوم اور بل دی ګټه یې نورو او زیان یې یواځې پښتنو ته رسېږي او همدا لامل دی چې د ژوند په ټولو برخو کې د دغو سیمو خلک تر نورو په څو چنده وروسته پاتې دي.

هغه پر پښتنو غږ وکړ چې نور دې په خپلو سیمو کې د ترهګرۍ ریښې له بیخه وباسي او خپلو اولادونو ته دې ته د ټوپک پرځای قلم په لاس کې ورکړي.

نوموړي وویل چې پخوایې هم ددغسې یوې جرګې جوړولو اراده کړې وه خو دولت یې مخه ونیوله او په یوه ټغر د پښتنو د راټولو اجازه یې ورنکړه .

په داسې حال کې چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد روانې جګړې یو مهم شریک او غړی هیواد دی خو نړیوال په ځانګړې توګه متحد ایالات د اسلام اباد پر نیت شک کوي او ددې هیواد پاليسي دوه مخې ګڼې.

نوموړی همدې ټکي ته په اشارې وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول لوري د دې ناسور په ختمولو کې په پوره اخلاص کار وکړي.

افضل خان لالا وايي دا چې په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد په روانه جګړه کې د امريکا متحد ایالات یو مهم لوری دی، نو باید چې دغه هېواد هم ورسره په دې کار کې بشپړه مرسته وکړي .

نوموړي په داسې حال کې د یوې لویې پښتني قومي جرګې جوړولو خبر ورکړی چې د پاکستان دولت او سیاسي و مذهبي ګوندونه له افغانستانه د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ژر تر ژره وتو غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG