د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان :ناټو جیلونو ته دبندیانو استول ځنډولي


د کندهار زندان
د کندهار زندان
ژباړه : بشير ګواښ

د مشال مرکزي څانګې رپوټ

د افغانستان په ځينو زندانونو کې پر بنديانو د تشدد د تورونو له راڅرګنديدو وروسته د ناټو ځواکونو دې جيلونو ته د بنديانو ليږدول ځنډولي دي.

ناټو دا ګام له هغه وروسته پورته کړي چې د رپورټونو ترمخه ملګرو ملتونو ويلي د افغانستان د استخباراتو او پوليسو له خوا چليدونکو زندانونو کې بنديان شکنجه کيږي. په افغانستان کې د ملګروملتونو د يوناما دفتر دا خبرې په يو رپورټ کې کړي چې تر اوسه پورې خپور شوی نه دی او تمه کيږي چې په نيزدې څو ورځو کې به عام کړل شي.

د مشال ريډيو د خبر مرکزي څانګې سره په خبرو کې د ناټو يو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې تر هغې به د دوی سره بندي کسان د افغانانو د ادارې لاندې بنديخانو ته وانه ستوي څو چې د لګيدلو تورونو سپيناوی نه وي شوی.

د بي بي سي د يو رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر په رپورټ کې د افغانستان د استخباراتو له خوا په هرات، لغمان، کاپيسا، خوست او تخار په زندانونو کې په بنديانو باندې د تشدد د کولو خبره کړي. د رپورټونو ترمخه ناټو په کندوز او د ارزګان ولايت په ترين کوټ کې پر بنديانو د پوليسو د زور زياتي د تورونو له امله هلته هم د بنديانو ليږدول ځنډولي دي.

د بي بي سي په وينا د تحقيقاتو پر مهال په زندانيانو د تشدد کول عامه خبره ده او بنديان په ربړي دورو وهل شوي، په جنسي تيري ګواښل شوي او ځينې وخت ورته د بجلۍ ټکانونه يا شاټونه هم ورکړل شوي. اکثره دا بنديانو مشکوک ياغيان دي او پر ځينو نورو هيڅ تور نه دی پورې شوی.

د ملګرو ملتونو يو وياند ډين ميکنرټن بي بي سي ته ويلي چې دا رپورټ يې د افغان چارواکو سره شريک کړی او هغوی دا خبره ډيره جدي اخيستي. د ميک نارټن په وينا د دې رپورټ مانا دا نه ده چې افغان حکومت پر بنديانو د تشدد کولو پاليسي لري.
XS
SM
MD
LG