د لاسرسي ځای

تازه خبر

سور صلیب ته د دمشق زندان کتو اجازه ورکړل شوه


شام سره صليب ته اجازه ورکړې چي په دمشق ښار کي د دوی د مرکزي زندان دوره وکړي.

څيړونکي وايي دا ګام به د هغه زرګونو خلکو د برخه لیک په ډاګه کولو کي مرسته وکړي چي د پنځو مياشتو راهيسي د ولسمشر بشارالاسد پرضد د پاڅون پرمهال نيول شوي او بنديان دي .

دا علان تر هغه وروسته مخې ته راغلی چي د ولسمشر بشارالاسد وفادار پوځ په ټول هيواد کي د جمهوريت پلوه مظاهرو د شنډولو او ترکي ته د کډه کوونکو د مخنیوي پر مهال په تازه پيښو کي ۱۰ ولسي وګړي وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG