د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بندیزونو هیسته کولو په شرط ایران همکاري ته چمتو دی


دايران اټومي پروګرام مشر ويلي تهران د ملګرو ملتونو د اټومي تنصيباتو څار ډلې ته وړاندیز کړی که پر دوی لګول شوي اقتصادي بدیزونه واخیستل شي نو تر پنځو کلونو لپاره به د خپل اټومي پروګرام د بشپړه څارني اجازه ورکړي.


خو د ايراني اټومي پروګرام مشر فريدون عباسي دا و نه ویل چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې ته یې څه وخت وړانديز کړی او د خپل اټومي پروګرام د بشپړه څارني څخه د هغه څه مطلب دی.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مشرې کيترين اشټن ویاندې ويلي چي د هر ډول بندیزونو تر هیسته کېدو مخکې ایران ته پکار ده چې لومړی خپل باور بیرته پرځای کړي .

ملګرو ملتونو د يورينم غني کولو په تور پر ايران څلور ټپاله بنديزونه لګولي دي. دا غني شوي يورينيم د اټومي وسلي په جوړولو کي په کار راوستل کېدای شي خو تهران پر دې ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام د ولسي مقاصدو لپاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG