د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما سیلاو ځپلو سیمو ته ولاړ


د امریکا ولس مشر بارک اوباما په نیوجرسي رياست کې په دې وروستیوکې سیلاب ځپلو سیمو ته ورغی چي دغو سیمو کې رسیدلی زیان په خپله وګوري .

تیره اونۍ د امریکا په ختیځو ساحلي سيمو کې سیلۍ او توپان يو شمير ښارګوټي لاندې کړل او ګڼ شمیر کسان یې ووژل .

د سپينې ماڼۍ ویاند (جې کارني ) خبریالانو ته وویل ولسمشر ددې لپاره سیمې ته ولاړ چې په خپله د دې قدرتي آفت په وړاندې د مرکزي ادارې د ډلو د اقداماتو او د سیمې د خلکو د حالت په اړه خبرې وکړي .

بارک اوباما تیره اونۍ د نیوجرسي رياست د يو لوی آفت ځپلې سیمه وبلله ، چې پر اساس یې په سیمه کې ځپل شوې کورنۍ د مرکزي ادارې د مرستو تر پروګرامونو لاندې راتلای شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG