د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۱۱/۰۹ پېښو پر پښتنو اغېز


په ۲۰۱۱م کال یولسم سپټمبر په ترهګرو بریدونو کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز جوړه برجونه په نښه شو
په ۲۰۱۱م کال یولسم سپټمبر په ترهګرو بریدونو کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز جوړه برجونه په نښه شو
خالیدخان پېښور

په امریکا کې د ۲۰۰۱ یوم کال د یولسم سپټمبر ترهګرو پېښو نه یوازې دغه هیواد اغیزمن کړی بلکې په لروبر نړۍ باندې یې په یوه نه بله بڼه خپل اثرات غوروزلي دي ،خو له هغې ورځې راوروسته د ترهګرۍ ضد جګړه د پښتانه قام خاوره تر بل هر چا ډېره اغېزمنه شوېده او ددغه ملت د کلتور،تهذیب،سیاست،تعلیم او اقتصاد ختمولو لپاره پرله پسې هڅې روانې دي.

پښتانه منورین،کارپوهان او سیاسي مشران وايي،چې له بده مرغه د سړې جګړې نه وروسته د یولسم سپتمبر راهیسې یو ځل بیا دبهرنیو سیالو قوتونو ترمنځ د جګړې ډګر وګرځېدی او ددې خاورې خپل بچي د یو بل پر ضد جنګېږي.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر او سېنېټر آفراسیاب خټک وايي،یولسم سټمبر د پښتنو لپاره یوه لویه سانحه یا ټرېجېډي وه،ځکه چې دوی مړه شو او هم پړه شو،یانې ټولې دنیا پر دوی د ترهګرۍ تور ولګولو او په داسې حال کې چې پښتانه هیڅکله دهشت ګرد نه دې اوسېدلي،او بل طرف ته پښتانه خپله د ترهګرۍ ښکار شو.داسې فرقې او مکتبونه پکې راپیدا شو چې هغوی په مسلمانانو بعضې فتوې ولګولې او د هغوی وژل یې جایز وګڼلو.٬٬

افراسیاب خټک وايي، په لوی لاس د پښتنو په خاوره کې سکولونه په نښه کېږي او په دې خاوره کې د ترهګرو خاص هدف ښوونځي دي.دی زیاتوي چې د سکول ورانولو هدف دا دی چې پښتانه تیارو ته ټېل وهل دي.

د یولسم سپټمبر نه وروسته د پښتنو پرخاوره جنګ نوی نه دی ځکه چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو او بیا خپله په دې هیواد کې کورنۍ جګړې څه باندې دوه لسیزو پورې دوام وکړ خو په هغه کې د ددغه خلکو دودونو او رواجونو ته دومره زیان نه وو اوښتي لکه په تېرو لسو کلونو کې چې ورته ورسېدی.

د دفاعي چارو کارپوه بریګیډییر سعد وايي،د ترهګرۍ ضد جګړې په دوران کې پر پښتنو د عربانو کلتور مسلط شو .د پښتنو جرګې ختمې شوې،د پښتنو هجرې ختمې شوې،د پښتنو موسیکي د پښتنو شاعري،او د پښتنو د زرګونو کلونو قامي اثاثې له مینځه ولاړې،او حتی بعضې خلک خو تر دې حده ورسېدل چې د پښتنو نوموړي لارښودان لکه رحمان بابا او حمزه بابا د هغوی مزارونه هم په نښه شو.

په پېښور کې د انګريزي ژبې ورځپانې یو خبریال شمیم شاهید وايي د پښتانه قام پر زمکه د مذهب د پښتنو قامپرست او ملتپال ګوندونه په نښه شوي دي .دی وايي چې دغه ګوندونه پر خپله خاورې د سولې او امن خبره کوي .دی وايي ملتپالو ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغوی د افهام تفیم خبره کوي، د روغې جوړې خبره کوي نو ځکه په نښه کېږي چې همدا خبره د ترهګرۍ نړیوالو روزونکو قوتونو په ګټه نه ده.او پښتانه ملتپالي مشران په کراره نه پرېښودل کېږي چې د خپل ولس او قام لارښوونه وکړي.

په پېښور کې د بمي چاودنې وروسته یو ماشوم روغتون ته وړل کېږي.نېټه یولسم اګست ۲۰۱۱م کال

افراسیاب خټک وايي،پښتانه هیڅکله په تور سرو او ماشومانو لاس نه پورې کوي خو دې روانې جګړې د پښتنو پر ثقافت ډېر بد اثر کړی دی.دی زیاتوي پښتونولی کې د امن خپل قوانین شته او د جګړې خپل قوانین دي.او چرې پښتنو په جګړه کې ماشومانو او ښځو ته زیان نه دی رسولی خو اوس وګوری چې دلته له ټولې دنیا داسې دهشت ګرد او انتها پسند خلک راغلل چې هغوی د پښتنو ثقافت دړې وړې کړ.زموږ جرګه،تیږه،څلي او تړه دې ټولو دودونو باندې یې خاورې واچولې.او دپښتنو خپلې لارې چارې او دودونه یې تر پښو لاندې کړل.

د روانې میاشتې پر یولسم سټمبر په امریکا کې د ترهګرو بریدونو لس کاله پورې کېږي او په افغانستان او ورسره جوخت په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې هم د ترهګرۍ ضد جګړې یوه لسیزه پوره کېږي چې ددې خاورې په زرګونه خلک یې قرباني شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG