د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر شام د اروپايي ټولنې بندیزونه پراخ شول


اروپايي ټولنه په دې سلا شوې ده چې پر شام بندیزونه پراخ کړي او له دې هېواده پر درامدوونکو تېلو بندیز ولګوي.

په شام کې پر حکومت ضد مظاهرو مسلسل بریدونه روان دي. اروپايي ټولنې ویلي هغه قراردادونه چې مخکې شوي دي به د نومبر تر نیمايي بشپړ کړل شي. د شام د ټولې ګټې شا و خوا څلورمه برخه د تېلو له پیسو تر لاسه کېږي او اروپايي ټولنه د دې هېواد د برآمداتو زیاتره برخه اخلي. اروپايي ټولنې د شام څلور نور چارواکي او ډلې د سفر د بندیز او شتمنیو د کنګلولو په لسټ کې اچولي. همدا مهال، شامي فعالین وايي امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پر رژیم ضد مظاهره چیانو ډزې کړې دي او لږ تر لږه ۱۳ کسان یې وژلي دي. ملګري ملتونه وايي د شپږو میاشتو په مظاهرو کې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG