د لاسرسي ځای

تازه خبر

بله اوونۍ به طرابلس ته لاړ شو: مصطفا جلیل


د لیبیا د عبوري قامي شورا مشر مصطفا عبدالجلیل وايي د تحریک مشرتابه پلان لري چې په راتلونکې اوونۍ کې طرابلس ته انتقال شي.

د معمر قذافي تر لرې کولو وروسته پلازمېنه اوس د ثبات په لور روانه ده. دا خبره مصطفا جلیل په بن غازي کې کړې ده: (( که خدای وغواړي، موږ به راتلونکې اوونۍ طرابلس ته ورشو. خو موږ باید خپل نیکې هیلې د بن غازي اوسېدونکو، د بن غازي یاغیانو، او د بن غازي د ازادۍ څلور لارې ته وښييو چې د نړیوالو رسنیو مېلمه پالنه یې وکړه چې د خدای په رحم په هغې بریا کې یې مهمه ونډه لرلې چې موږ تر لاسه کړه.)) بن غازي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د معمر قذافي د ۴۲ کالنې واکمنۍ پر ضد د غورځنګ مرکز وو. لنډ مهاله مشرتابه دا ژمنه هم کړې ده چې د لیبیايي مشرانو لپاره به د شا و خوا یو نیم کال دننه ډیموکراټي انتخابات کوي. دا د هغه بهیر برخه ده چې تر مخې یې نوی آیین او ټولپوښتنه یا ریفرنډم کېږي. دا اعلانونه د جمعې په ورځ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG