د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپټمبر د ۱۱مې د کالیزې په مناسبت مساپرو ته خبرداری


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سپټمبر د یولسمې د ترهګرو بریدونو د ۱۰مې کالیزې پر مهال په نړۍ کې له سفر د تړلي خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

وزارت پر امریکایانو غږ کړی دی چې له هېواده د باندې د سفر کولو پر مهال دې بیداره اوسي. وزارت ویلي د بریدونو په اړه یې څه خاص ګواښونه یې نه دي تر لاسه کړي خو القاعده او د دې ملګري د بریدونو کولو د ارادې او صلاحیت ښودنه کړې ده. په ورته وخت کې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې جینیټ ناپولیتانو ویلي ((که څه هم ګواښونه شته دي)) خو د دوی ولس د سپټمبر تر ۱۱مې زیات قوي دی او دا چې ولس نور تیار دی چې ((د را برسېره کېدونکو ګواښونو مقابله وکړي او له هر وخته زیات بیداره دی.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG